ګلګت۔09ستمبر (اے پی پی ) د ګ??ګت بلتستان اعلی وزير حافظ حفیظ الرحمن میانمار كښې د روهنګیا مسلمانانو په عامه وژنه او د مړو په شمېره كښې په پرله پسې زياتوالي د ژورې اندېښنې څرګندونه كولو ??ره غوښتنه كړې چې د ميانمار حكومت دې د دې پېښو پلټنې وكړي او دې كښې د ككړو كسانو سخت احتساب كولو ??ره دې د زور ظلم او زياتي دې لړۍ مخنيوي له ګامونه پورته كړي۔ بلخوا ملګري ملتونه او يو اېن اېچ سي آر دې د مظلومو روهنګيا مسلمانانو مجرمانه نسلي كشي بن??ولو له د ميانمار په حكومت فشار واچوي۔ د اعلی وزير لخوا جاري شوي ب??ان كښې وئيلي شوي چې د روهنګيا مسلمانانو د رحم وړ حالت د نړيوالۍ ورورولۍ ضمير له يو چېلنج دے۔