نیو یارک۔ 07جنوری(اے پی پی) د امريكا يوې مهمې ورځپاڼې نيويارك ټائمز د پاكستان او امريكا ترمينځه كشيده صورتحال نظر كښې نيولو سره د پاكستان د ستراتيجيكي اهميت ذكر كړې او په دې خبره ئې زور راوړې چې ډونلډ ټرمپ بايد پاكستان سره تعميري او د مثبتې مر??تې لارې ولټوي۔ نيويارك ټائمز د خالي په ورځ په خپل يو اېډېټوریل كښ?? په پاكستان د امريكائي تورونو ذكر كولو سره ووئيل د ټرمپ لخوا د پاكستان مر??تې معطل كولو پرېكړې اعلان د افسوس وړ دے۔ د ورځپاڼې ترمخه افغانستان كښې مې??ته امريكائي عسكرو ته زياتره سامان د پاكستاني سړكونو او رېل دلارې رسولې شي۔ داسې كولو سره پاكستان څه وخت هم افغانستان ته د امريكا رسنه بندولې شي۔ اېډیټوریل كښې دا هم وئيلې شوي چې پاكستان چين سره اتحاد كولې شي كوم چې وړاندې څخه پاكستان كښې د بنيادي اډانو په منصوبو كښ?? په لويه كچه سرمايه كاري كوي او هند سره د پاكستان ??ه رويه كښې سختې راتلې شي۔ ورځپاڼې دا هم ليكلي چې پاکستان د نائن الېون څخه وروستو د امريكا مر??ته وكړه۔ په كال 2014 ء كښې د پاكستان پوځ د پاكستاني طالبانو په ضد بشپړ كاروائي وكړه چ?? په سوب ئې پاكستان ډېرو زيانونو سره مخ شو۔ د ورځپاڼې ترمخه په ابتدائي توګه ځينې پاكستاني چارواكو د مر??تې معطل كېدو په اعلان سخت غبرګون ښودلې بياهم د جمع?? په ورځ د پاكستاني خارجه وزارت بيان كښې د دوه اړخيزه احترام او زغم څخه د كار اخستو په حاجت خبره شوې۔ په دې حالاتو كښې بايد اولس مشر ټرمپ هم سوچ وكړي چې آيا پاكستان سره تعميري او د مثبتې مر??تې لارې لټولې كېدې شي۔