اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي)د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي د وزيراعظم تعليمي ريفارم پروګرام درېم پړاؤ پي سي ون منظورۍ لپاره پلاننګ كمېشن لېږلې دے۔په دې پړاؤ كښې به نزدې په درې اربه روپو لګښت 200 تعليمي ادارو ك??ې پرمختيائي كار بشپړ كړې شي۔?? دې پړاؤ پھ ??ختتام پھ ??سلام آباد كښې د فېډرل ډائرېكټورېت آف ايجوكېشن ټولو 422 كښې سول وركس او نورې تعليمي آسانۍ وركولو كار بشپړه شي۔ ده ووئېل د ښار په تاريخ ك??ې په وړومبي ځل د اسلام آباد په سركاري تعليمي ادارو ك??ې پرمختيائي كارونه كېږي۔?? دې ټول كرېډېټ پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف٬مريم نواز او موجوده وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ترلاسه كېږي چا چې د اسلام آباد سوشل سېكټرز په خاص توګه تعليم او روغتيا ته خاص پام كرې۔?? دې خيالاتو څرګندونه دوهم وزير د اسلام آباد ماډل سكول كهنه ډاك نوې ودانۍ پرانستې پھ موقع په خپله وېنا كښې وكړه۔په دې پروژه به 4 كروړ 63 لكه روپۍ لګښت راځي۔?? دې څخه وړاندې دا سكول د كرايۍ پھ ودانۍ كښې وو كوم كښې چې د تعليمي آسانيو كمې وو او زده كوونكي مسئلو سره مخ وو