ډي آئي خان -25 فروری (اے پی پی) د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) مشر مولانا فضل ا??رح??ن وئيلي دي د چين پاكسان اق??صا??ي ر??هد??رۍ مغربي روټ سره د سوئيلي ضعلو د مثالي پرمختګ پېل كېدل د څو ورځو خبره ده۔ دې منصوبې سره د ډي آئي خان پرمختګ په شمول دې څخه به د منطقې د اولس نسلونه استفاده وكړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه مولانا فضل ا??رح??ن د چين پاكستان اق??صا??ي ر??هد??رۍ مغربي روټ رحماني خېل يارك موټروے معائنه كولو په مهال وكړه۔ ده ته په دې مهال د نېشنل هائي وے پراجېكټ ډائرېكټر فريد الله خان د منصوبې په اړه بريفنګ وركړو۔ مولانا فضل ا??رح??ن ووئيل د اق??صا??ي ر??هد??رۍ مغربي روټ ډي آئي خان څخه تېرېدل زمونږ خوب وو د ??وم تعبير چې د لوئے څښتن په فضل زمونږ وړاندې دې۔ په دې شكر ادا ??وم چې د لوئي څښتن په فضل او بيا زمونږ په هڅو دا منصوبه د سيمې د اولس تقدير بدلولو له آخيرني پړاؤنو څخه تېرېږي۔ ده ووئيل راتلونكو ورځو كښې به دې لارې څخه نړيوال تجارت كېږي۔ مولانا فضل ا??رح??ن ووئيل د مغربي روټ په خوا كښې به ډېره اسماعيل خان كښې نوې صنعتي ښار جوړولې شي۔ ده ووئيل په بېلو رابطو سړكونو هم كار روان دے چې ورسره به بېلې برخې دې روټ سره وتړلې شي۔ ده د اېن اېچ اے او نېشنل لاجسټك سېل لخوا د موټروے تعميراتي كار كښې په تندۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دې څخه وړاندې مولانا فضل ا??رح??ن په خپل ګاډي كښې په روټ سفر وكړو او په دې مهال ئې د بشپړ شويو برخو معائنه وكړه۔