اسلام آباد 17مئي (اے پي پي)د پاكستان پيپلز ګوند سناتور رحمان ملك وئېلي دي تحريك طالبان پاكستان د ب??نظيربهټو د قتل ذمه واري قبوله كړې ده ٬حكومت دې د ب??نظير بهټو قتل كيس مركزي مل??م اكرام الله د افغان حكومت څخه د خبرو اترو ?? لارې بېرته راولي٬څوك چې دا مهال د افغانستان په قندهار ښار كښې مېشته د??٬د عدالت څخه خوشې شوي پنځه ملزمان بايد په اي سي اېل كښې شامل كړی شي٬د حكومت او اپوزيشن ترمينځه د نګران وزيراعظم غوره كېدو پھ اړه تراوسه كومه پريكړه نه ده شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د پخوانې وزيراعظمې بېنظيربهټو په قتل كښې ككړ كسان نه نيول د پاكستاني اولس٬پيپلز ګوند او بھټو كورنۍ سره زياتې دے۔ځانمرګې بريد كونكے اكرم الله د ب??ت الله محسود خوا او بيا د افغانستان قندهار ښار ته تللې د كوم علم چې د افغانستان استخبارتي ادارې اېن ډي اېس ته هم شته ۔ده ووئيل تحريك طالبان پاكستان د اړخه رامخې ته شوي كتاب”انقلاب محسود”كښې ان??شا?? شوې چې د ب??نظيربهټو قتل هغه كړی پھ كوم كښې چې هغه پنځه كارمندان او سهولت كار شامل وو۔ده ووئيل اكرم الله دې د انټرپول ?? لارې هېواد ته راوستلې شي۔د يوې پوښټنې په ځواب ده ووئيل ريمن ډيوس د عدالت په حكم خوشې كړی شوې وو دغسې د كرنل جوزف هېواد څخه تلل د جلا نوعيت معامله ده۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د حكومت او اپوزيشن ترمينځه د نګران وزيراعظم غوره كېدو پھ اړه تراوسه كومه پريكړه نه ده شوې