پينډۍ 30 مئ?? (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ وئيلي دي د ا??ني??ي ځواكونو او د قام لويو قربانيو په سوب مونږ د امن او استحکام په لار روان شوې يو، کار لا بشپړ شوې نه دې، مونږ له به پوخ امن له مخ په وړاندې تلل وي۔ د آئی اېس پی آر له مخ?? سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ د شورو په ورځ د كوئټې دورہ وكړه۔ په دې موقع د كوئټې کمانډ اینډ سټاف کالج افسرانو او فیکلټۍ ته خطاب کولو سره ده ووئيل د ا??ني??ي ځواكونو او د قام لويو قربانيو په سوب مونږ د امن او استحکام په مثبته لاره روان شوې يو، کار لا بشپړ شوې نه دے، مونږ له به كوټلې امن ترلاسه كولو له مخ په وړاندې تلل وي۔ د ځوانانو او افسرانو په عملياتو كښې کارکردګی او کردار ستائلو سره جنرال قمر جاوید باجوہ ووئيل هغوي دې خپله پیشه وره پوهه كښې مخ په وړاندې تګ روان وساتي۔ دې نه پس سرلښكر د كوئټې سدرن کمانډ دورہ هم وكړه چرته چې هغه ته په پاك۔افغان پوله د بلوچستان سيمو كښې په خاردار تار لګولو د ??یش??فت، کوئټه سېف سټی پراجیکټ او سوكاله بلوچستان اقداماتو په اړه بریفنګ وركړې شو۔ سرلښكر په سماجی، اقتصادی پرمختګ او په ا??ني??ي اقداماتو د اطمینان څرګندونه وكړه