اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) لندمهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصرالملك د حج آپرېیشنز په ښه ډول باوري ك??لو لپاره د مذهبي چارو وزارت په اقداماتو د اطمينان څرګندونه ك??لو سره سپين ګيرو او معذورانو حج كوٶنكو ته د خاص پاملرنه ك??لو او دوي ته زياتې اسانۍ وركول باوري ك??لو لپاره امر كړے۔ د شورو په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم جسټس (ر) ناصرالملك ته د مذهبي چارو وزارت په طريقه كار او په خاص توګه د كال 2018 حج عملياتو پحقله خاص بريفنګ وركړے شو۔ بريفنګ په وزيراعظم هاٶس كښې شوې چې پكښې د مذهبي چارو اېم يوسف شېخ ٬ د وزيراعظم سېكتر سهېل عامر ٬ د مذهبي چارو سېكتر خالد مسعود چوهدري، د متروکه وقف املاك بورډ سېکتر محمد طارق او نور چارواكو ګډون وكړو۔ د مذهبي چارو سېكتر وزيراعظم د وزارت د بېلا بېلو افعالو پشمول د حج پاليسۍ په تيارۍ او عملي كولو٬ د زيارتونو او عمره٬ د متروكه وقف املاك بورډ انتظام او انصرام ٬ د روېت هلال او د غلطو نه د پاك قرآن پاك اشاعت باوري ك??لو پحقله خبر كړو۔ وزيراعظم د حج كال 2018 عمليات په ښه ډول مخ په وړاندې بوتللو پحقله هم خبر كړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول چې سږ كال د سركاري حج سكيم له مخې 3 لكه 74 زره 857 درخواستونه وص??ل شوي دي كوم چې په حكومتي انتظام كښې په حج عملياتو د اولس د باور مظهر دے۔ وزیراعظم ته ووئيل شول سږ كال د 80 كالو نه د زيات عمر كسانو او دوي سره د صحت مند مرستيالو لپاره زر سيټونه بېل كړې شوي دي او دغسې په تېرو دريو يا په زياتو كلونو كښې ناكامه شوې 12 زره 235 درخواست كوٶنكي حج لپاره كامياب ګرځولي شوي دي۔ وزیراعظم ته د حج كوٶنكو ته د حج نه وړاندې د تربيې ورك??لو ٬ تګ راتګ او حج كوٶنكو لپاره د استوګنې او د نورو آسانيو پحقله هم خبر كړې شو۔ وزیراعظم د حج آپرېیشنز په ښه ډول باوري ك??لو لپاره د مذهبي چارو وزارت په اقداماتو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم امر وكړو چې سپين ګيرو او معذورانو حج كوٶنكو ته دې خاص پاملرنه او دوي ته دې زياتې اسانۍ وركول باوري كړې شي۔ وزیراعظم ووئيل د حج انتظاماتو د ټ??لو اړخونو پحقله دې جامع فيډ بېك څخه په بشپړه توګه استفاده ك??لو سره سباٶن كښې حج كوٶنكو ته آسانۍ لا غوره كړې شي