اسلام آباد ۔20 جولائی(اے پی پی) د س??نېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي ماحولياتي تنزل او موسم?? بدلون د اندېښنې وړ دے۔ د ماحوليات?? بدلون اثرات كمولو له به مونږ ټولو له په ګډه هڅې كول وي۔ د ماحولیات خيرنوالي چېلنج مقابلې له به نه يوازې په حكومتي كچه بلكې په اولسي كچه هم د خبرتيا كمپائن پېل كول وي ولې چې د ماحول ساتنه نه يوازې دا چې زمونږ قامي ذمه واري ده بلكې راتلونكو نسلونو ته پاكه فضاﺀ كښې د ساه اخستلو موقع وركول زمونږ انساني ذمه واري هم ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه د س??نېټ چيئرمېن د پارلېمنټ په سبزه زار كښې د مېګنوليا بوټي په نالولو څخه وروستو خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال د س??نېټ غړي او د س??نېټ سېكرټرېټ اعلی چارواكي هم ده سره وو۔ په دې مهال ده موسميات?? بدلون لپاره د س??نېټ قائمه كمېټۍ غړو ته هدايت وكړو چې ګرد هېواد كښې د قامي شجر كارۍ مهم په مهال د لګولې شوو بوټو خصمانه باوري كولو له د څارنې فعاله نظام وضع كړي۔ د خبريالانو د يوې پوښتنې په ځواب كښې د س??نېټ چيئرمېن ووئيل الېکشن کمېشن د كال 2018 ټول ټاكنو په لړ كښې خپلې ذمه وارۍ په غوره ډول ترسره كوي۔ الېكشن كمېشن د پارلمان لخوا د وركړې شوو اختياراتو ترمخه د ټاكنو عمل مخ په وړاندې روان كړې۔د س??نېټ د اوسنۍ غونډې په اړه ده ووئيل دا غونډه هېواد كښې د امن وضعې جاج اخستلو له رابللې شوې۔ ده ووئيل داخله چارو لپاره د س??نېټ قائمه كمېټي د ټول انتخابي عمل نګراني كوي