نيويارك 26 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي په هېواد كښې د قانون حكمرانې قائمولو او بدعنواني او سره فيته له مېنځه وړلو لپاره د حكومتي عزم څرګندونه كولو سره وئيلي دي د جولائي په 25مه نېټه د ټولټاكنو په مهال د پاكس??ان اولس په واضحه توګه د بدلون په حق كښې خپله پرېكړه كړې۔ ده دا خبرې د امريكائي تهنك ټېنك اټلانټك كونسل ترسيوري د كاروب??ري مشرانو٬ تجزيه كارو او مېډيا استازو غ??نډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ خارجه وزير كاروبار دوسته پاكس??ان لپاره د نوي حكومت وژن وړاندې كولو سره ووئيل لكونو پاكستانيانو لپاره د روزګار موقعې پېدا كول د حكومت ترجيح ده۔ شاه محمود قريشي ګډون كوونكي په پاكس??ان كښې د سرمايه كارې د ماحول او موقعو نه خبر كړل او وې وئيل پاكس??ان د متوسط طبقې ډېر لوي ماركيټ دے٬ دلته زيات ځوانان او افرادي قوت شته ٬ د چين٬ مېنځنې او سوئيلي اسيا د سنګم په نتيجه كښې دلته پياوړې موقعې موجود دي۔ ده ووئيل په پاكس??ان كښې كاروبار لپاره غېر ملكي كمپنو لپاره به صورتحال لا ښه كولې شي۔ په پاكس??ان كښې د وړاندې نه يو شمېر نړيوال كارپورېشنز او نړيوال فرنچائز كمپنې كار كوي او د څو لسيزو نه ګټور كاروبار كوي۔ خارجه وزير په خاص توګه د ټېلي نار ګروپ د چېف اېګزېكټو آفيسر او صدر سګوي برېكي مننه وكړه كوم چې په پاكس??ان كښې د سرمايه كارې د صلاحيت په اړه خبرو لپاره د ناروے نه راغلې وو۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي د خ??رجه اړيكو په اړه په سوئلي اسيا كښې امن او استحكام لپاره ګاونډي هېوادونو سره فعاله رابطې لپاره د وزيراعظم عمران خان د فكر څرګندونه وكړه۔ ده د حكومت د پرمختيائي اېجنډې پوره كولو لپاره د سرمايه كارو راغب كولو په لړ كښې د حكمت عملې ذكر هم په خاص توګه وكړو